ایساف د جنګیالیو په تړاو د پاکستان ادعاوې ردوي

ایساف وايي د پاکستان هغه وروستي ادعاوې چې وايي ۵۲ ځله یې افغانستان ته د مخالفو جنګیالیو د اوښتولو په تړاو نړیوالو ځواکونو ته خبر ورکړی وو، سمې نه دي.

ایساف د یوې خبر پاڼې له لارې ویلي هر وخت چې پاکستاني پوځ د مرستې غوښتنه کړې، ایساف پرته له ځنډه د پېښو سره د مقابلې لپاره اړین ځواکونه ور استولي دي.