جاپانیانو د اټومي بټیو د پرانیستو پر ضد لاریون وکړ

زرګونو جاپانیانو په توکیو کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته د اتومي بټیو د بیا پرانیستو پر وړاندې لاریون وکړ.

دغه اعتراض په فوکوشیما اتومي بټۍ کې د ناورین تر رامنځ ته کېدو وروسته کیږي.

شاوخوا ۱۰۰۰۰ لاریون کوونکو د اټومي پروګرام د پراخو لاریونونو په لړ کې له نژدې پارکه د پارلمان د ودانۍ په لور یو ځل بیا لاریون وکړ.

دوی د حکومت غندنه کوله چې د دوو اتومي بټیو د بیا پرانیستو پلان لري چې د تېر کال تر سونامۍ وروسته تړل شوې وې.