تاجکستان کې وسله والو تسلیمېدل پیل کړي

د تاجکستان حکومت وايي د دې هېواد په ختیځ کې مخالفو یاغي وسله والو وروسته تر هغه تسلیمېدل پیل کړل چې د پوځ د نویو عملیاتو خبرداری ورکول شو.

امنیتي چارواکي وايي لسګونه میله وسلې ورته سپارل شوي او یاغیان بخښل شوي دي.

دغه ضرب الاجل یوه ورځ وروسته تر هغه ورکول شو چې په بدخشان ولایت کې د جنرال عبدالله نظروف تر وژل کېدو وروسته په یوه سخته نښته کې ۵۰ یاغیان او حکومتي سرتېري ووژل شول.