ایران بانکي درغلۍ په تور ۴ تنو ته د مرګ سزا واوروله

د ایران هغه محکمه چې په دغه هېواد کې یې تر ټولو لوی بانکي تور په اړه پلټنې کولې، د دغې دوسیې څلورو تنو ته د مرګ سزا اورولې ده .

د هغو ۳۹ کسانو محاکمه چې په څه باندې دوه نیم میلیارده ډالره بانکي اختلاس تورن ول، د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې وه.