هند په میلیونونه وګړي له برېښنا بې برخي شوي

د هند په شمالي برخو کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه وګړي له برېښنا بې برخي شوي دي چې له دې سره د ترانسپورټ سیستم سخت زیانمن شوی دی.

د شمالي هند ډېره برخه له لوېدیځ راجستانه نیولې په ختیځ کې تر اترا پردېش او په شمال کې د جمو او کشمیر سیمې بې برېښنا شوي دي.

چارواکي وایې په پلازمېنه ډیلي کې تر ډېره دا ستونزه هواره شوې.

د ډیلي او نورو سیمو خلک په نیمه شپه د برېښنایي پکو د درېدو له کبله سختې ګرمۍ له خوبه وېښ کړل او وروسته د اورګاډو په تمځایونو کې د برېښنا د نه شتون له کبله د اورګاډو چلند ودرېد او هم د ترافیکي څراغونو د بندېدو له کبله په سړکونو ګډوډي رامنځ ته شوه.

چارواکي ایالتونه پر دې تورن کړل، چې له ټاکلې کچې ډېره برېښنا کاروي چې دغه ستونزه یې رامنځ ته کړې.