لغمان کې د مرمۍ چاودنې یو ځوان وژلی

يوې ناچاودې مرمۍ يو تنکی ځوان د ختيځ ولايت لغمان په چهل مټيو سيمه کې وژلى او د کورنۍ څو غړي يې ټپيان کړي دي.

چاودنه نن په زړو اوسپنو کې پاتې يوې نا چاودې سرګلولې پېښه کړه، چې د کور څښتن يې کارو بار کاوه.

چاواکي وايي دا کومه ورانکاري کړنه نه ده يوازې د اوسپنو کارکوونکي له خوا په بې احتياطۍ سره دا چاره ترسره شوې د ه.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په ورته چاودنو کې مرګ ژوبله پېښه شوې ده.