بان کي مون د حلب د جګړې پای ته رسېدل غواړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د سوریې په حلب ښار کې د جګړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د تاو تریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې داهم وویل چې د یکشنبې په ورځ ملګرو ملتونو د څارونکو په کاروان هم برید شوی خو څوک ټپي شوی نه دی.