اوباما پر ایران د نورو بندیزونو امر لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر ایران د لانورو بندیزو یو امر لاسلیک کړی دی.

له دې کاره د امریکا هڅه دا ده چې له اتومي فعالیتونو لاس واخلي.

په نویو بندیزونو کې ټول هغه کسان او شرکتونه شامل دي، چې له ایرانه تېل اخلي.

ښاغلي اوباما وویل، لاهم له ایران سره پر دپلوماتیکو لارو چارو ولاړ دی، خو زیاتوي چې دغه ګام له دې کبله اخیستی، چې تهران د اتومي هڅو له چارې راوګرځوي.