امریکایی د اولمپیک غوره لامبو وهونکی شو

امريکايی لامبو وهونکی مايکل فېلپس په تاريخ کې د اولمپيک تر ټولو زيات ګټونکی لوبغاړی شو.

ه د امريکا د لامبو لوبډلې د برخې په توګه څلور په دوو سوو مترو ازادې لامبو سيالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه. له دې لږ څه يو ساعت وړاندې يې بيا ۲۰۰ متريزې پتنګ لامبو کې د سپينو زرو مډال ګټلی و.

فېلپس اوس ۱۹ اولمپيک مډالونه لري چې د پخواني شوروي اتحاد جمناسټيک لوبغاړې لاريسا لاټينينا نه يو مډال زيات دی.

همداراز د سې شنبې پر ورځ د لامبو ۱۶ کلنه چينايۍ بې سارې ستورې (يي شه ون) د اولمپيک لوبو ۲۰۰ متريزې رنګارنګ لامبو کې خپل دوهم مډال وګاټه.

اولمپيک چارواکيو د لامبو امريکايي روزونکي جان ليونارډ له څرګندونو ځانونه لرې ساتلي چې شک يې څرګند کړی و، ګنې دې کېدی شي د درمل درغلي کړې وي.

په همدې مهال د بډ مېنټن نړيوال فدراسيون پتيېلې چې څلور اسيايۍ ښځينه جوړې بايد په دې پړې وګڼل شي چې لوبې ګټلو لپاره يې خپل پوره وس نه دی کارولی.

دې بيا د اولمپيک لوبو ۱۸ مډالونه ګتلي وو. خو مايکل فېلپس په دې کې پاتې راغی چې په دريو پرله پسې اولمپيک لوبو کې د لامبو يو کسيزې سيالۍ لومړی نارينه ګټونکی شي. د ۲۰۰ متريزې پتنګ لامبو سرو زرو مډال بيا د جنوبي افريقا (چاډ لو کلوز) وګاټه.