سیف الاسلام لېبیا کې خپله محاکمه غواړي

د ليبيا پخواني مشر معمر القذافي زوی سيف الاسلام ويلي غواړي په ليبيا کې نه، په هاګ کې محاکمه شي.

ده په يوه اعلاميه کې چې وکيل يې د جرمونو نړيوالې محکمې ته سپارلې ويلي، په ليبيا کې محکمه او سزا به له وژنې سره برابره وي.

سيف الاسلام وروسته له هغه چې د ليبيا په لوېديځ زنتان کې د ملېشو يوې ډلې په تېر نومبر کې ونيو، په دغه هېواد کې بندی دی.

د جرمونو نړيواله محکمه غواړي د هغو ياغيانو پر وړاندې د وېرونې بهير تنظيمونې په تور محاکمه کړي، چې تېر کال يې د ده پلار راوپرځاوه.