منموهن سنګهـ ته د وسکانسن پېښې ټکان ورکړی

د هند لومړی وزير وايي د امريکا په وېسکانسن ايالت کې پر يوه معبد د بريد پر مهال د شپږو سکانو وژنې ټکان ورکړی او خفه کړی يې دی.

يوه ټوپک والا هغه مهال دغه سکان په ډزو ووژل چې سهار مهال په اوک کرېک کې د عبادت لپاره سره ټول شوي وو.

بريدګر وروسته د پوليسو له لوري په ډزو ووژل شو.

د بريد انګېزه تر اوسه روښانه، نه ده.

ولسمشر اوباما هم په دغه پېښه خفګان ښوولی زياته کړې يې ده چې سکانو د امريکا په ښيرازي کې ښه ونډه لرلې ده.