اسپانيا پر اروپا د بريد په تور ۳ کسه نيولي

د اسپانيا پوليس وايي په القاعدې پورې تړلي هغه درې شکمن يې نيولي چې په اروپا کې يې د بريدونو پلان درلود.

پوليس وايي يوه ترکي او دوو چيچنيايانو د يوه بس موټر د الوځولو لپاره کافي وسايل لرل.

د دوی دوه تنه د فرانسې پولو ته څېرمه نيول شوي او دريم يې د اسپانيا په سويل کې هغه مهال ونيول شو چې پوليسو دغلته يوه اندازه زهرجن او چاودېدونکي توکي وموندل.

اسپانوي پوليسو په وروستيو کلونو کې زيات ادعا شوي اسلامپالي تندلاري نيولي، خو دا لومړی ځل دی چې چاودېدونکي توکي هم موندل شوې دي.