امريکا کې يوه وسله وال ۶ سکان وژلي

د امريکا د ويسکانسن په ايالت کې يوه وسله وال د سکانو پر يوه معبد د بريد پر مهال شپږ سک عبادت کونکي سهار مهال وژلي دي.

عيني شاهدان وايي د اوک گريک د ښار په دغه پيښه کې ځينو له ويرې ځانونه په الماريو کې پټ کړي وو.

د پوليسو يو وياند وايي وسله وال سړي په يوه پوليس هم ډزې وکړې، خو دی بل پوليس وواژه.

ولسمشر اوباما په دغه پېښه خفګان ښوولی زياته کړې يې ده چې سکانو د امريکا په ښيرازي کې ښه ونډه لرلې ده.