هېلري کلنټن جنوبي سوډان ته ځي

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چار وزیره هېلري کلنټن جنوبي سوډان ته ولاړه شي.

هغه لومړنۍ امریکايي لوړ پوړې چارواکې ده چې د جنوبي سوډان تر خپلواکۍ وروسته دې هېواد ته سفر کوي.

تمه ده چې مېرمن کلنټن به د جنوبي سوډان له ولسمشر سلوا کېر سره وګوري.

د جنوبي سوډان د دفاع وزارت مرستیال جنرال مجاک داګوت خپل هېواد ته د مېرمن کلنټن د سفر د موخو په اړه وايي:

د مېرمن کلنټن سفر دوه موخې لري، لومړی د دوه اړخیزو اړیکو ټینګول او دویم د جنوبي افریقا د ولسمشر په مشرۍ د منځګړیتوب خبرو ملاتړ دی. هغه خبرې چې د ښکېلو خواوو له خوا د حل یوې لارې ته د رسېدو له امله له ټاکلي وخت مخکې په ټپه درېدلي دي.