ایران وايي سوریه کې يې زیارت کوونکي برمته شوي

د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې یو شمېر وسلوالو کسانو هغه ایراني زیارت کوونکي برمته کړي چې د سوریې په پلازمېنې دمشق کې یوه زیارت ته روان ول.

په دمشق کې د ایران د سفارت یوه چارواکي ویلي دغه زیارت کوونکي په یوه بس کې د سعیده زینب جومات په لوري روان وو چې وسلوالو ودرول.

دی وایي سفارت یې د سوریې له چارواکو سره په ګډه د برمته شوو په لټه کي دي.