لیبیا پلازمېنې طرابلس کې چاودنه شوې

د لیبیا له پلازمېنې طرابلس څخه راپورونه وایي د پولیسو یوې پوستې ته نژدې موټر بم چاودنه شوې ده.

دا د تېر کال عامه پاڅونونو راهیسې چې پخوانی ولسمشر معمر القدافي یې را وپرځاوه په خپل ډول کې لومړنۍ پېښه ده.

ویل کیږي یو تونسی وګړی سطحي ټپي شوی.

په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي راپورونه ورکول کیږي خو تر دې مهاله دا پېښې د لیبیا په شمالي برخو کې دي.

د طرابلس د پولیسو یو ویاند عبدالاتي حسن وایي د پېښي د مسولینو په تړاو یې پلټنې پیل کړي دي.