طالبانو ۲ بهرني پوځيان ۴ د ملي امنیت مامورین وژلي

د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې دوه بهرني او څلور د ملي امنیت کسان وژل شوي دي.

د بامیانو د والۍ ویاند عبدالرحمن احمدي بي بي سي ته وویل، په دغه پيښه کې، چې تېره ورځ د پول باغک په سیمه د بغلان پولې ته څیرمه رامنځ ته شوې وه، شپږ نیوزلنیډي سرتېري او دوولس افغان سرتېري ټپیان شوي هم دي.