بلخ کې شپږ کسان وژل شوي دوه نور ټپیان دي

د افغانستان په شمال ولایت بلخ کې امنیتي چارواکي وايي، په چاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو په خپل منځي نښتو کې شپږ کسان وژل شوي او دوه تنه نورټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي په نښته کې د هغۍ کورنې دوه کسه هم وژل شوي، چې طالبانو په کې ډوډۍ خوړله.