ترکیه کې په نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي

د ترکیې په سویل ختیځ کې چارواکي وايي د کردي یاغي وسله والو او دولتي سرتېرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

سیمه ییز والي وايي د پي کې کې (PKK) وسله والو عراق سره پولې ته څېرمه پر یوې پوځي اډې برید کړی، شپږ سرتېري او دوه امنیتي ساتونکي یې وژلي دي.

په برید کې ۱۱ برید کوونکي هم وژل شوي دي.