د سوريې لومړی وزير اردن ته تښتېدلی

د سوريې حکومتي تلويزيون راپور ورکړی چې لومړی وزير رېاض هيجاب لرې کړای او پر ځای يې د هغه مرستيال مقرر کړی دی.

ناتاييد شوي راپورونه وايي چې پخوانی لومړی وزير اوس له خپلې کورنۍ سره اردن ته تللی دی.

ښاغلی هيجاب په جولای مياشت کې له پارلماني ټاکنو وروسته لومړی وزير وټاکل شو.

په دې اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي.

بل خوا د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د حکومتي تلويزيون د ودانۍ په دريم پوړ کې چاودنې درې کسه ټپي کړي دي.

په راپورونو کې ويل شوي چې ودانۍ ته زيات زيان اووښتی، خو خپرونې روانې دي.