مصر وايي سیناء کې ۲۰ 'ترهګر' وژلي

د مصر پوځ ویلي چې د سیناء په شمال کې یې د عملیاتو پرمهال ۲۰ 'ترهګر' وژلي او لاهم هلته پوځي عملیات دوام لري.

امنیتي چارواکو دا هم ویلي مصري جنګي چورلکو د چارشنبې پر ګهيځ د سیناء ټاپو پر شمالي العریش ښار څېرمه سیمو چې اسلام پالي سخت دریځه وسله والو په کې فعال وو، بمبار کړی دی.

دوی دا هم ویلي چې هوايي بریدونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي.

رویټرز خبري اژانس د یوه مصري جګپوړي پوځي قومندان له قوله ویلي چې ''د التومه کلي ته په ننوتو کې بریالي شووو هلته مو ۲۰ ترهګر ووژل، د ترهګرو درې ګاډي مو هم ویجاړ کړل، لاهم عملیات دوام لري.''

خبري سرچینو بي بي سي ته ویلي چې یوې پوځي چورلکې د سیناء شمالي الشیخ زوید سیمې پر اړوند التومه کلي کې د سخت دریځو پر یوه ګاډي یو توغندی ویشتلی دی.