افغانستان کې درې بهرني سرتېري وژل شوي

ناټو وايي د افغانستان په ختيځ کې يې درې سرتېري د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوي دي.

که څه هم د ناټو په وينا پاڼه کې د پېښې کره ځای او د وژل شويو هويت نه دی څرګند، خو وړاندې د کونړ ولايتي چارواکو وويل په مرکز اسعداباد کې دوه ځانمرګي شوي دي.

دوی وايي دغو بريدونو يو ملکي کس وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

وسله وال طالبان وايي بريد دوی کړی.

د کونړ امنيه قومندان محمد عوض نذيري بي بي سي ته وويل په بريد کې ملکيانو ته تلفات اوښتي: