فلپین کې د سېلابونو له کبله ۱۶ کسان مړه شوي

د فلپين په پلازمېنه مانيلا کې د سختو سيلاوونو له امله لږ تر لږه شپاړس تنه مړه او څه دپاسه اتيا زره نور اړ شوي چې په لندمهالو سرپناوو کې مېشت شي.

د سيلاب له امله د ښار په پراخه برخه کې ورځنۍ چارې په ټپه درولې دي.

د هوا د حالاتو د وړاندوينې له مخې تمه کېږي چې بارانونه په نن هم دوام ومومي.