ايساف د "ملي اردو" یو سرتېرى وژلی

کابل کې د ايساف دفتر وايي د ملي اردو هغه سرتېری يې وژلى چې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې یې د ايساف پر سرتېرو ډزې وکړې. په ډزو کې د ايساف سرتېري نه دي وژل شوي.

ايساف وايي په سيمه کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډه د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال دولت وزيري وايي د ملي اردو په جامو کې يو تن غوښتل د ايساف پر سرتېرو بريد وکړي. هغه زياته کړه چې د مهترلام د ګډو ځواکونو د همغږۍ د مرکز د يوه سرتېري لخوا بريد کوونکى له بريده مخکې وژل شوى دى.