هلمند كې په دوو پېښو كې ۱۰ تنه وژل شوي

لومړى پېښه د جمعې په شپه د دوو بجو په شاوخوا كې د سنگين ولسوالۍ د بوستانزو په سيمه كې رامنځ ته شوې.

د سنگين ولسوال محمد شريف خان وايي د پوليسو د يوې پوستې قوماندان څلور تنه د ځانگړو ځواكونو سرتېري مېلمانه كړي چې وروسته يې څلور واړه په ډزو وژلي او ياد قوماندان په تېښته بريالى شوى دى.

د ده په وينا په دې اړه څېړنې روانې دي.

خو د هلمند امنیې قومندان او د والي ویاند داود احمدي په دې اړه بې خبري ښيي.

بل خوا جمعه سهار د نهو بجو په شاوخوا كې د موسى كلا ولسوالۍ د زور په سيمه كې د ولسي وگړو یو سراچه ډوله موټر پر ماين ختلی چې په پايله كې يې شپږ تنه وژل شوي اويو تن ټپي شوى دى.

د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ وایي "په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي".

نوموړي د دې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله خو وسله والو په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.