د حلب صلاح الدین سيمې نه یاغیان په شا شوي

د سوريې له حلب ښار نه را رسېدلي راپورونه وايي، تر يوې بلې ورځې درنې جگړې وروسته حکومتي ځواکونو د حلب د صلاح الدین سيمې ولکه ترلاسه کړه د حکومتي ځواکونو له درنې بمبارۍ وروسته ياغيان له خپل مهم مرکزه په شا شوي دي.

په حلب کې يو برتانوى خبريال وايي ياغيانو ته له صلاح الدين ولسوالۍ نه د په شا کېدو لارښوونه وروسته تر هغه وشوه چې حکومتي شوبلو او جنگي الوتکو ټوله شپه د ياغيانو د مورچو پر لومړيو کرښو سخت بريدونه وکړل

د سوريې خپلواکه پوځ دا يوازې يوه تکتيکي په شا کېدنه بولي. خو له سيمې نه را رسېدلي رپوټونه وايي چې حکومتي ځواکونه سيمې ته ورننوتي دي.

د سوریې د ملي شورا د اجراییوي شورا یوه غړي بي سي ته وویل یاغیان د حکومت د درنو وسلو سره برابري نه شي کولای.

په همدې حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي په پلازمېنې تهران کې د سوريې د کړکېچ په تړاو د يوه کنفرانس د پرانېستې پرمهال د سوريې له حکومت او مخالفينو په ټينگه وغوښتل چې خبرو اترو ته مخه کړي.

لويديځ او عربي هېوادونه چې د حکومت مخالفو ملاتړ کوي غونډې ته نه وو وربلل شوي.