کابل او اسلام اباد د بندیانو پر سر خبرې کوي

راپورونه وايي د افغانستان او پاکستان حکومتونو د افغان بندیانو د خوشي کولو په اړه خبرې کوي.

ویل کیږي چې په دغو بندیانو کې د طالبانو یو مهم مشر ملا برادر هم دی چې په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې نیول شوی او لا هم بندي دی.

د بندیانو د خوشي کیدو په اړه دا خبرې په داسي وخت کې کیږي چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته لاړ شي او د سولې په بهیر کې د حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړي.