سیاستوال مېرمنې د انګرېز سوداګر پر وژلو اعتراف کړی

د چین دولتي خبري رسنیو ویلي د ځواکمن سیاستوال بوشي لای مېرمنې د یوه انګرېز سوداګر پر وژلو اعتراف کړی دی.

هغه څه چې مېرمن ګو کایلای رواني ناروغي بللې ده.

دغه پېښه په روان کال کې په چین کې تر ټولو ستره سیاسي پېښه بلل کیږي.

د شینهوا آژانس د راپورونو پر بنسټ مېرمن کایلای د خپلې کړنې له امله بخښنه غوښتې ده.