د مراتهن ځغاستې نندارې ته زرګونه کسان راوځي

تمه کیږي، چې نن به په زرګونه کسان د اولمپيک لوبو په وروستیو کې، چې د نارینه وو ځغاسته یا مراتهن دی، د ګډون لپار د لندن کوڅو ته راووځي.

د ډله ییزو لوبو لکه باسکټبال، والي بال، هینډ بال او واټر پولو اړوند پایلې لا له مخکې معلومي شوې دي.

په وروستیو کې به ټوله توجه د پای هغو مراسمو ته واوړي، چې په اړه يی د دې لوبو تنظیمونکو ویلي، په اولمپیک لوبغالي کې به دغه خورا پرتمین مراسم تر سره شی.