کېمرون د لوږې په اړه د يوه کنفرانس کوربه دی

د بریتانیا لومړی وزېر ډیوډ کېمرون به نن په نړۍ کې د لوږي په اړه د یوه کنفرانس کوربه وي.

د اولمپیک لوبو له مېراث څخه یو هم له دې ستونزې سره مبارزه کول بلل کیږي. په غونډه کې به د برازیل، کینیا او بنګله دېش له هېوادونو څخه سیاستوال او یو شمېر وتلي لوبغاړي هم ګډون وکړي.