تخار کې د سړک غاړې ماين ۵ کسه وژلي

د افغانستان په شمال تخار کې چارواکي وايي چې د سړک د غاړې يوې بمي چاودنې پنځه کسه وژلي دي.

ولايتي چارواکي وايي په وژل شويو کې د شکمس ولسوالۍ ښاروال او د هغه ورور چې د ولايت د سولې د عالي شورا غړی دی، هم شامل دي.

د تخار د والي وياند وايي پېښه مهال رامنځته شوه چې وژل شوي له شکمش نه د تالقانو ښار ته روان وو.

دا په تېره يوه اوونۍ کې دريمه پېښه ده چې په تخار ولايت کې رامنځته کېږي.