مرسي: د چارواکو لیرې کول د هېواد په ګټه دي

د مصر ولسمشر محمد مرسي وايي له دندې د دفاع د پياوړي وزير فيلډ مارشال حسين طنطاوي او د هغه دمرستيال په ليري کولو سره يې د هيواد په گټه گام پورته کړى دى.

ولسمشر مرسي دارنگه هغه پوځي حکم هم لغو کړى چې د هغه قانوني واکونه يې محدود کړي وو.

ښاغلي مرسي وويل ، ددې گام مانا دا نه ده چې ځانگړي کسان او ادارې په نښه کړي.

په زرگونو کسان دقاهرې د تحرير په ډگر کې راټول شوي وو چې د ولسمشر ننگه وکړي.

فيلډ مارشال طنطاوي تيرکال هغه مهال پرواک منگولې خښې کړي چې د مصر پخوانى ولسمشر حسنى مبارک له واکه وشړل شو .