د اولمپيک بېرغ برازيل ته رسېدلی

د اولمپيک بېرغ د برازیل د رېو دېژنېرو ښار ته رسېدلی دی.

دا هغه ځای دی چې په ۲۰۱۶ کال کې به د اولمپیک لوبو کوربه وي.

داسې اندېښنې هم شته چې دا ښار به څنکه د دې لوبو کوربه توب کوي ځکه ترانسپورتي سیستم يې لا له وړاندې له ستونزو ډک دی او خپله د ښار خلک لا ترې په تنګ دي.