لغمان کې ۷ ماين ښخوونکي خپل ماين وژلي

د خپريدو وخت: 09:51 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

په هغه خبر پاڼه کې چې د لغمان د ولايتي ادارې له لوري رسنيو ته ليږل شوې راغلي چې تېره شپه د مهترلام اړوند په بسرام نومې سيمه کې د مخالفو وسلوالو پر يوه ډله چې غوښتل يې د سرک د غاړې ماين خښ کړي، خپل ماين چاودلى چې له امله يې اووه حکومت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند وايي د وژل شويو جسدونه يې د سيمې قومي مخورو ته نن ( چهارشنبه، اګست ۱۴) وسپارل.

دی زياتوي وژل شوي افغان امنيتي ځواکونو ته مطلوب وو چې يو يې هم د هغه په ټکو حمزه نوميده چې د ماينو په جوړولو کې يې مهارت درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .