اسلامي هېوادونه د سوريې د غړيتوب پر سر غږېږي

د خپريدو وخت: 07:11 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

په سعودي عربستان کې اسلامي هېوادنه په یوه بېړنۍ غونډه کې د دې لپاره راټول شوي، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو په سازمان کې د سوریې د غړیتوب ځنډولو لپاره په ګډه طرح غور وکړي.

بل لور ته ایران د دغه ډول وړاندیز کلک مخالفت کړی دی، چې ولسمشر یې په مکه مکرمه کې په دغه ناسته کې ګډون کړی.

د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې باید یوه ګډه تګلاره غوره کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .