سوريه کې د م.م کارکوونکو هوټل ته څېرمه چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 10:02 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې هغه هوټل ته څېرمه درنه چاودنه شوې، چې د ملګرو ملتو د ادارې کارکونکي په کې دېره دي.

د سوریې دولتي تلویزيون وايي دغه یو بمي برید و چې د تیلو د یوه ټانکر په وسیله وشو، په دغه برید کې درې تنه عام کسان ټپیان شوي دي.

د ازادې سوریې د پوځ په نوم د سوریې د حکومت مخالفین وايي د دوﺉ هدف یوه پوځي غونډه وه.

بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزېر فیصل مېکداد دغه چاودنه یو تروریستې عمل وباله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .