عربانو ته د لبنان د پرېښودو امر شوی

د خپريدو وخت: 00:54 گرینویچ - پنجشنبه 16 اگست 2012 - 26 زمری 1391

سعودي عربستان، قطر او متحده عربي عماراتو په لبنان کې مېشتو خپلو ټولو وګړو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې له هغه هېواده ووځي.

دا خبرداری تر هغه وروسته کيږي چې یوې شیعه قبیلې ګواښ کړی چې د سعودي، قطر او ترکيې وګړي به وتښتوي.

دا درې سره هغه سني مسلمانان دي چې د سوريې د مخالفو جنګیالیو ملاتړ کوي. دا قبیله په سوریه کې دننه حکومت مخالف یاغیان له دمشقه د یوې کورنۍ په تښتونې تورنوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .