۷ بانکونو ته د امریکا د قضايي چارواکو خبرداری

د خپريدو وخت: 02:48 گرینویچ - پنجشنبه 16 اگست 2012 - 26 زمری 1391

په متحدو ایالتونو کې قضایي چارواکو اوو مشهور بانکونو ته د سود د کچې د زیاتوالي د پلټنې په برخه کې خبرداری ورکړی دی.

له بارکلېس، سیټي ګروپ، دوچیس بانک، جي پي مورګان، اېچ اېس بي سي، د سکاټلند سلطنتي بانک او یو بي اېس نه غوښتنه شوې چې د خپلو چارو په برخه کې معلومات ورکړي.

دبرتانیا د سټندرد چارترد بانک تورن دی چې ایران لپاره یې میلیاردونه ډالر سپینې کړې دي.

دا بانک به اوس د دوو کلونو لپاره د نیو یارک ایالت تر دوه کلن څار لاندې وي.

بانک ۳۴۰ میلیونه ډالر ناغه شوی هم دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .