م م سوریه کې خپل ماموريت پاى ته رسوي

د خپريدو وخت: 08:20 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

ملگرو ملتو په رسمي ډول اعلان کړى دى چې په سورېې کې خپل ماموريت پاى ته رسوي.

د دې ماموريت نېټه د يکشنبې په شپه بشپړېږي.

د ملګرو ملتونو د ماموريت احتمالي اوږدېدل په شرطونو پورې تړلى وو چې د نورو ترڅنگه په کې د حکومتي ځواکونو له خوا د درنو وسلو په کارونې بنديز او په تاوتريخوالي کې د پام وړ کمى راتلل/ ياد شوي وو.

د امنيت شورا مشر وويل دا شرطونه نه دي پوره شوي.

د سورېې اپوزيسون، ملي شورا دې ته په خپل غبرگون کې ويلي دي چې د امنيت شورا د پرېکړې مانا دا ده چې د سورېې تاوتريخوالي ته د پاى ته رسولو لپاره بايد نوې ستراتيژي جوړه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .