سوريې د ابراهيمي ټاکنه ستايلې ده

د خپريدو وخت: 16:35 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

د سوریې مرستیال ولسمشر فاروق الشرعه د دغه هیواد لپاره د ملګرو ملتونو او عربې ټولنې له خوا د ځِانګړي استازي په توګه، د الجزایري دیپلومات اخضر ابراهیمي د ټاکلو هر کلی کړی دی.

د ښاعلي الشرعه دفتر وايي، مرستیال ولسمشر د ښاغلي ابراهیمي دهغه غوښتنې ملاتړ کوي، چې د خپل منځګړتوب لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو والی غواړي.

د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او چین هم د سوریې لپاره د ځآنګړي استازي په ټوګه د ښاغلي ابراهیمي د ټاکلو هر کلی کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .