هند کې فرقه يي شخړو مسلمانان تېښتې ته اړ کړي

د خپريدو وخت: 07:19 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

د هند په اسام ايالت کې د فرقه يي شخړو له امله له خپلو کورونو د تښتېدونکو لسګونه زره مسلمانانو د خونديتوب لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

دوی به د اختر مراسم د ژغورنې په هغو پنډغالو کې دننه ولمانځي چې په درنو وسلو سنبال پوليس او امنيتي ځواکونه يې ساتنه کوي.

دغلته د مېشتو مسلمانو بنګاليانو او اکثريت هندو بودو قوم ترمنځ په وروستېو نښتو کې شاوخوا ۸۰ کسه وژل شوي دي.

دا په ۱۹۹۰مه لسيزه کې د بابري جومات له ړنګېدو راوروسته د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د تاوتريخوالي بده پېښه ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .