ترکيه له ۱۰۰زرو زيات کډوال نه شي سنبالولی

د خپريدو وخت: 10:10 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي هېواد له سوريې نه د ور اووښتونکو مهاجرو له هجوم سره د مقابلې هڅې کوي.

احمد داود اوغلو يو ځلې بيا ملګرو ملتو ته پېشنهاد وکړ چې له جګړې د تښتېدونکو لپاره د سوريې دننه خوندي زون جوړ کړي.

ښاغلي اوغلو وويل ترکيه له ۱۰۰زرو زيات کډوال نه شي سنبالولی، په داسې حال کې چې په تېرو څو مياشتو کې ۷۰زره مهاجر دغلته ورغلي دي.

د تېرې اوونۍ په وروستيو کې ترکي چارواکو د سوريې په خاوره کې د خپلو مرستو وېش پيل کړی دی.

پر همدې مهال د ملګرو ملتو څارونکو د يکشنبې په ورځ په سوريه کې خپل ماموريت پای ته ورساوه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .