طالبان وايي له څرخي پله زندانه یې ۱۵ بندیان تښېدلي

د خپريدو وخت: 11:24 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391

وسله والو طالبانو ویلي چې د کابل له څرخي پله زندان څخه یې ۱۵ بنیدان تښتېدلي دي.

طالبانو په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه بندیان تېره شپه د څرخي پله زندان له شپږم بلاک څخه د پنجرو تر ماتولو وروسته وتلي دي.

طالبان وايي چې پر ګڼو تښتېدلو طالب بندیانو حکومت د اعدام حکم کړی و، چې په وینا یې اوس خپلو ملګرو او کورنیو ته رسېدلي دي.

طالبانو د ځینو راخوشي شوو بندیانو نومونه هم په ډاګه کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .