یونان د لګښتونو د سپما لپاره نور وخت وغوښت

د خپريدو وخت: 09:07 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

د یونان لومړي وزیر انټونیس سماراس د اقتصادي اصلاحاتو په موخه د لګښتونو د سپما لپاره د نور وخت غوښتنه کړې.

د یوناني اورپايي ملګري د لګښتونو پر سپما د دې لپاره ټینګار کوي، له دغه پوروړي هیواد سره مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره، ښاغلي سماراس ویلي یونان اقتصادي بیارغونې لپاره لا ډیرې ساه اخیستنې ته اړتیا لري.

هغه به د یورو د کاروونکو هېوادونو له مالي وزیرانو سره نن په اتن کې وګوري او بیا به د جمعې په ورځ برلين ته، د جرمني له لومړۍ وزیرې سره د خبرو لپاره سفر وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .