کندوز کې ترافیکي پېښې د ۴ ښځو ژوند واخیست

د خپريدو وخت: 10:39 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې سیمه ییز چارواکي وايي، پنځه ښځې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي او یوه بله ټپي ده.

چارواکي وايي، دغه پېښه کې په کندوز ښار کې رامنځ ته شوې ده.

بل خوا د همدغه ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دوه سیمه ییز پولیس او یو د کور څښتن، چې دغه پولیس کې مېلمانه وو، تېره شپه وژلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .