بانکي مون د امريکا له مخالفت سره سره ايران ته ځي

د خپريدو وخت: 05:31 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

د ملګرو ملتونو سرمنشي به راتلونکې اوونۍ د امریکا او اسرایلو له مخالفت سره سره ایران ته ورشي.

دا نړیواله غونډه ایران رابللې او د ناپیلو هیوادونو استازي په کې ګډون کوي.

د ښاغلي بان ویاند مارتین سیرکین وویل نوموړی به په سوریه کې بحران او د ایران د اتومي پروګرام د انديښنو په اړه د نړېوالو پیغام د کنفرانس ګډونوالو ته ورسوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .