د ايران شېراز ښار ۳.۸ درجې زلزلې لړزولی

د خپريدو وخت: 10:20 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

د ايران د شېراز ښار درې اعشاريه اته درجې زلزلې لړزولی دی.

په تهران کې د زلزلې معلومولو مرکز وايي دغه زلزله په ځايي وخت څلور بجې او ۱۳ دقيقې شوې ده.

يو شمېر عيني شاهدانو ويلي دي چې دغه زلزله د لنډ وخت لپاره وه او ټکانونه يې د تېرې زلزلې په توپير کم وو.

تر اوسه د دغې زلزلې له امله د ممکنه زيان په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .