قنطاس هوايي شرکت ۲۴۵ ميليونه ډالره تاوان کړی

د خپريدو وخت: 09:06 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

د استرالیا هوايي شرکت قنطاس په یوه کال کې د ۲۴۵ ميلیونه ډالره زیان په اړه رپوټ ورکړی دی.

دا په تېرو شلو کلونو کې د زیان تر ټولو ناوړه کچه ده.

د شرکت مسوولین د نفتو لوړې بیې ددغه زیان ستر لامل بولي، چې له لرې واټنونو نه یې د الوتنو له امله د قنطاس لپاره زیانمونکي تمامیږي.

د اډانې بیا رغونه او د یوه صنعتي جنجال بیه چې له امله يې د شرکت ډېری الوتکې پر ځمکه ناستې پاتې شوې، هم د زیان نور سببونه بلل کیږي.

د شرکت عمومي رییس الین جویسې وايي چې د اته اعشاریه پنځه ميلیونه ډالرو په لګښت د ۳۵ بویینګ اووه سوه اووه اتیا نهه ډوله الوتکو د پېرودلو امر بېرته اخلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .