کابل کې هنرمنده په چاقو وژل شوې

د خپريدو وخت: 03:49 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391

په کابل کې پولیسو تایید کړې چې یوه هنرمنده (بنفشه) په چاقو وژل شوې ده.

د کابل جنايي جرمنو پر ضد د مبارزې رییس محمد ظاهر ظاهر بي بي سي ته ويلي چې پېښه د دوشنبې په ورځ د کابل په شپږمه ناحیه کې شوې ده.

ښاغلي ظاهر ويلي پلټنو ښوولې چې دا پېښه له قومي شخړې نه را منځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په ټراو د دو ښځو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .