پاکستان د امریکا لوړ پوړی چارواکی ور غوښتی

د خپريدو وخت: 03:37 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391

د پاکستان دولت وايي د امریکا يو لوړپوړی چارواکی يې د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو کې د ډرون حملو په تړاو په احتجاجي ډول ور غوښتی دی.

د دغو بې پیلوټه الوتکو د بریدونه له امله یوازې په دې اوونۍ کې تر ۱۰ ډېر کسان چې شک پرې کېده اورپکي وو وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات نه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه لوړ پوري دوپلمات ته يې چې نوم يې نه دی یاد شوی ويلي د ډرون حملې نا قانونه دي او د پاکستان د واکمنۍ نه سرغړونه ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .